جلالاباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ننګرهار پوهنتون په کوربهتوب د اقليم بدلون نړۍوال کنفرانس جوړېږي چې د بېلابېلو هېوادونو پوهان او متخصصين به په کې برخه واخلي.
مسوولين وايي، دغه کنفرانس به د راروانې سلواغې مياشتې په ۲۱مه جوړ شي چې نن يې په ننګرهار پوهنتون کې د چمتووالي په تړاو غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي او مسلکي مرستیال دوکتور لطفالله خیرخواه وویل، ننګرهار پوهنتون یې ځکه د دغه کنفرانس لپاره غوره کړی چې دغه ولایت ستر ظرفیتونه، علمي هستۍ او تاریخي سیمې لري.
نوموړي زياته کړه چې دغه کنفرانس ته له شاوخوا ۲۰ هېوادونو د پوهنتون استادان راځي او خپلې مقالې وړاندې کوي، دغه راز بېلابېل ډوله نندراتونونه به په کې جوړ شي او د کنفرانس ټول لګښت به د پوهنتون ادارې پر غاړه وي.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند دوکتور خلیلاحمد بهسودوال وویل، د لوړو زدهکړو وزارت په لارښوونه یې دغه نړۍوال کنفرانس ته چمتووالی نیولی چې له ډېرو څېړنو وروسته یې د اقلیم بدلون موضوع وټاکله چې دا یوه نړۍواله ستونزه ده.
نوموړي زياته کړه، یاد کنفرانس ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو مقالې رارسېدلې چې ټاکل شوې کمېټې به یې تر فلټر وروسته نشر ته چمتو کړي.
هغه وویل، افغانستان د اقلیم بدلون یو قرباني هېواد دی او د دغه کنفرانس له لارې به نړۍوال پر دې وپوهوي چې دغه هېواد څومره زیانمن شوی او متضررو برخو کې به د مرستو او همکاریو غوښتنې وکړي.
روان کال د نړۍ په کچه د اقليم تغیير اندېښنې راپارولې او په نړۍواله کچه يې د چمتووالي لپاره هلې ځلې روانې دي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن