ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې کروندګر د خپلو حاصلاتو ساتنې لپاره د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي

بلخ کې کروندګر د خپلو حاصلاتو ساتنې لپاره د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
20 Jan 2024 - 13:52
بلخ کې کروندګر د خپلو حاصلاتو ساتنې لپاره د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
20 Jan 2024 - 13:52

مزارشریف (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د بلخ یو شمېر کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو د خرابېدو له امله اندېښمن دي او په ټینګار سره وايي چې حکومت دې سړې خونې جوړې کړي.

د کروندګرو په خبره، بلخ د ډېرو کرنیزو محصولاتو د تولید ظرفیت لري، خو په هېواد کې د اسانتیاوو نشتوالي له امله هر کال خپل محصولات په ټیټه بیه پلوري.

د اړوندې موضوع په اړه د بلخ یوه کروندګر محمداکبر پژواک ته وویل، د سړو خونو نشتون له امله خپل کرنیز محصولات بل فصل ته نه شي ساتلی؛ ځکه ورستېږي نو اړ دی چې په ټیټه بیه یې وپلوري.

یاد کروندګر د سړو خونو جوړېدل له لومړیتوبونو ګڼي او وايي که پاملرنه ورته ونه شي کروندګر له اقتصادي زیان سره مخ کېږي.

یوه بل کروندګر ګل‌محمد هم وویل، هر کال او هغه هم یوه فصل کې پیاز، کچالو، اوږه او نور کرلای شي خو په نورو درېیو فصلونو کې خپل د اړتیا وړ کرنیز محصولات بېرته له بازاره په لوړه بیه پېري.

نوموړي زیاته کړه، بلخ یو کرنیز ولایت دی چې بېلابېل محصولات لري، نو په کار ده چې حکومت د کروندګرو د ملاتړ په موخه په دغه ولایت کې معیارې سړې‌خونې جوړې کړي څو کروندګر وهڅول شي او محصولات یې هم ښه بازار ولري.

یاد کروندګر وایي، کرنیزو سیمو کې د سړو خونو جوړول اړین دي او له حکومته غواړي چې د دغه ولایت د ولسوالیو او مرکز په کچه بېلابېلو کرنیزو سیمو کې سړې خونې جوړې کړي.

بلخوا، د کرنې برخې پوهان هم پر دې باور دي چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او حکومت باید له کرنې او کروندګرو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کرنېزو چارو یوه کارپوه عبدالمنان ایوبي پژواک ته وویل چې سړې خونې د محصولاتو ساتلو او دغه راز د بازار بیو د توازن برخو کې اساسي رول لري.

نوموړي زیاته کړه که چېرې حکومت کروندګرو ته د محصولاتو ساتلو په موخه معیاري سړې خونې جوړې کړي نو په ټولو فصلونو کې به کرنیز محصولات په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کېږي.

بلخوا، د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د سړو خونو اړتیا ته په پام یې تر اوسه ځیني کارونه کړي دي.

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې دا مهال لس خصوصي سړې خونې شته دي خو د برېښنا بیې لوړوالي او د کروندګرو ناسمې همغږۍ له امله نه کارول کېږي.

عظیمي زیاتوي چې د کروندکرو د یادې ستونزې حل په موخه یې کرنې وزارت ته وړاندیزونه کړي او هیله ښيي چې ډېر ژر به دولتي سړې خونې هم جوړې شي.

هغه دغه راز زیاتوي چې اداره يې په دغه ولایت کې د کروندګرو د ملاتړ په موخه له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې بلخ د ترکاري، مېوو او حبوباتو بېلابېل ډولونه لري چې د حاصلاتو رسېدو وخت کې د هغو ساتنه د کروندګرو او بازار لپاره لویه ستونزه بلل کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.