ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

کونړ کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
22 Jan 2024 - 16:30
کونړ کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
22 Jan 2024 - 16:30

اسعداباد (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د کونړ چپې‌درې ولسوالۍ کې د ګربز او ودیر قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې دوه کسان هم په ‌کې وژل شوي وو، د ځايي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پر دوستۍ بدله شوه.

په همدې موخه د جوړې شوې قومي جرګې یوه غړي او د کونړ د دیني عالمانو شورا مشر شیخ عبدالقهار صدیقي وویل، دواړو لوریو په تېرو سلو کلونو کې له یو او بل څخه د ویرې ډک ژوند تېراوه چې بلاخره یو او بل ته یې بښنه او ژمنه وکړه چې راتلونکي کې به د سولې په فضا کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړه، د دښمنۍ پر مهال د مالي زیانونو ترڅنګ له دواړو لوریو دوه کسان هم وژل شوي دي.

ورته وخت کې د ودیر قوم یوه استازي مولوي کریم‌الله وویل، خوښ دی چې دغه اوږده دښمني یې د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېده.

هغه وویل: «په چپې‌درې ولسوالۍ کې ودیر او ګربز لوی قومونه دي چې له اوږدې مودې راهیسې یې ترمنځ د ځنګلونو، څرځایونو او بانډو پر سر جنجال او دښمني رامنځته شوې او له امله یې دواړو لوریو ته د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.»

همدې حال کې د ګربز قوم په استازیتوب قومي مشر محمداسلام وویل: «دې دښمني زموږ ژوند تریخ کړی و، دواړه لوري یو بل ته ګوته په ماشه وو، زه خوشحاله یم، له ولایتي ادارې او قومي مشرانو مننه کوم چې زموږ ترمنځ یې روغه وکړه.»

د یادونې ده، په دې قومي جرګې کې د کونړ والي مولوي قدرت‌الله ابوحمزه هم ګډون کړی و او ویې ویل، په ټول هېواد کې د سولې او امن فضا رامنځته شوې او ولایتي اداره له قومي مشرانو سره یو ځای هڅه کوي چې دغه ولایت کې د خلکو ترمنځ راولاړې شوې شخړې او دښمنۍ د خبرو اتر له لارې حل کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.