ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

دایکنډي کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

author avatar
26 Jan 2024 - 15:56
دایکنډي کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
author avatar
26 Jan 2024 - 15:56

نیلي (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۲): د دایکنډي د فوټبال فدراسیون وايي، د دغه ولایت د دولتی ادارو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون سرپرست نصرالله وفا پرون د «سلواغې ۵مه» پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیالیو کې د ۳۲ دولتي ادارو لوبډلې برخه لري چې ټولې لوبې به د «ناصر خسرو» په جمنازیوم کې ترسره شي.

د نوموړي په خبره، له دې سیالیو څخه یې موخه د دولتي ادارو د فوټسال د غوره لوبغاړو پیژندل دي.

هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو پرانیسته یې پرون د مستوفیت - لوړو زده‌کړو او ولایتي روغتون – احصاییې لوبډلو ترمنځ په لوبو سره وکړه.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.