ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د خماب او خواجه دوکوه یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

جوزجان کې د خماب او خواجه دوکوه یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

author avatar
27 Jan 2024 - 14:29
جوزجان کې د خماب او خواجه دوکوه یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت کوي
author avatar
27 Jan 2024 - 14:29

شبرغان (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۲): د جوزجان د خماب او خواجه دوکوه یو شمېر اوسېدونکي په دغو ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي او دې برخه کې د مسوولینو پاملرنه غواړي.

د جوزجان د خماب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي قربان شاه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دې ولسوالۍ کې هیڅ مخابراتي شبکه سم کار نه کوي، سګنالونه کمزورې دي او د ولسوالۍ په ځینو ځایونو کې هیڅ مخابراتي شبکې نشته.»

نوموړی وايي، ځینو بېړنیو حالاتو کې چې باید په لرې‌پرتو سیمو کې له خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي، اړ دي چې په ساعتونو مزل وکړي او بیا ورسره اړیکه ټینګه کړي.

هغه په داسې حال کې چې د ستونزې د حل غوښتنه کوي، زیاتوي چې ډېری وختونه انټرنېټ کمزوری وي او ان هیڅ کار نه کوي.

ورته مهال، د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی نورالله هم ورته شکایت لري او زیاتوي، دې ولسوالۍ کې له ډېرو کلونو راهیسې د مخابراتي شبکو خدمتونه کمزورې دي او تر اوسه یې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې.

هغه وايي: «ډېر وخت کېږي چې زموږ ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي خو د وروستي یو کال په اوږدو کې موږ بیخي د مخابراتي شبکو له لارې اړیکه نه شو ټینګولی، له انټرنېټ څخه هم ګټه نشو اخیستی، له مسوولینو غواړو چې زموږ ستونزې ته رسېدنه وکړي.»

ورته مهال، د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ یو اوسېدونکی نقیب‌الله وايي، دغې ولسوالۍ کې هم مخابراتي خدمتونه ډېر کمزوري او بې‌کیفیته شوي، په ځانګړې توګه د انټرنېټ سرعت کم شوی دی.

هغه زیاته کړه: «زموږ د ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، ډېری وختونه چې خپلو خپلوانو او ملګرو سره اړیکه نیسو، یا قطع کېږي او یا هم غږ سم نه اورېدل کېږي.»

دغه راز، د دغه ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ یو اوسېدونکی شاه نظر هم د مخابراتي شبکو د خدمتونو کیفیت له ټیټوالي شکایت لري او د دې ستونزې د حل غوښتونکی دی.

بلخوا، مسوولین وايي چې هڅه کوي څو د مخابراتي خدمتونو برخه کې شته ستونزو لپاره حل لاره پیدا کړي.

د جوزجان د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو رییس مولوي ثناءالله معصوم هم ځینو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو د کیفیت ټیټوالي ستونزه تاییدوي.

هغه زیاتوي، پر یوې طرحې کار کوي چې په پلي کېدو سره به یې د جوزجان په مرکز او ولسواليو کې د مخابراتي شبکو ستونزې حل شي.

نوموړي وویل: «د جوزجان په ډېرو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې څه رقم چې لازم وي، کار نه کوي، د روان کال له پیله تر اوسه په مرکز او ولسوالیو کې ۹ سایټونه فعال شوي او کوښښ کوو څو ډېر سایټونه جوړ کړو او دغه ستونزه به حل شي.»

سرچینې زیاته کړه، دې برخه کې د مخابراتو خصوصي شبکې مسوولینو سره هم خبرې شوي او پر یوه طرحه کار روان دی چې د هغې له مخې به د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو ستونزې حل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.