[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت کابینې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو په اړه له اړوند هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د هغوی د ازادېدو لارې چارې دې ولټوي.
له ارګه د سلواغې په ۹مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۱۵مه غونډه نن د ریيسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په غونډه کې د کوچیانو ستونزو په اړه تفصيلي بحث وشو او د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دينمحمد حنيف په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په ډېرو وچکالۍ ځپلو سیمو کې د هغوی ستونزې وڅېړي او وروستی راپور دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز د کابينې په ياده غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په بهر کې د افغان بندیانو په اړه له اړوند هېوادونو سره خبرې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.
د يادونې ده، دا مهال د نورو هېوادونو ترڅنګ په ایران، پاکستان او هند کې سلګونه افغانان بندیان دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP