فېروزکوه (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په مربوطاتو کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي.
د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.
هغه وايي: «د فېروزکوه ښار اړوند د میانجي کلي په یوه کور کې د ګاز ډبه چاودلې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي ټپيان شوي دي.»
نوموړی زیاتوي چې د پېښې ټپيان د امنیتي منسوبینو له لوري د درملنې په موخه د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن