ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۶۳ ميليون افغانيو په لګښت يو سوداګريز مارکېټ جوړېږي

ننګرهار کې د ۶۳ ميليون افغانيو په لګښت يو سوداګريز مارکېټ جوړېږي

author avatar
5 Feb 2024 - 17:16
ننګرهار کې د ۶۳ ميليون افغانيو په لګښت يو سوداګريز مارکېټ جوړېږي
author avatar
5 Feb 2024 - 17:16

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت مرکز جلال‌اباد ښار کې د ارزاقو دولتي شرکت له لوري د خصوصي سکټور په ۶۳ ميليون افغانۍ پانګونه يو شپږ پوړيزه سوداګريز مارکېټ جوړېږي.

د دغه مارکېټ د جوړېدو چارې نن د سلواغې په ۱۶مه د ننګرهار ولايتي مسوولینو له لوري د بنسټ د ډبرې په کېښودو سره پيل شوې.

د دغو مراسمو پر مهال د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري وويل، د ارزاقو دولتي شرکت او د خصوصي سکټور په ۶۳ ميليون افغانيو پانګونه باندې به دغه مارکېټ د يو نيم کال په موده کې جوړ شي.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د ابادۍ، پانګونې او سوداګرۍ لپاره ښه زمينه برابره شوې او پر پانګه‌والو يې غږ وکړ چې په هېواد کې پانګونه وکړي او بې‌روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

د ننګرهار د ارزاقو شرکت عمومي مدير انجينر محمد نعمان نادر وويل، دا مارکېټ د ارزاقو شرکت په اته نیمې بسوې ځمکه جوړېږي چې د رغونې چارې يې د شهزاده ساپي شرکت له لوري ترسره کېږي او دې شرکت ته پنځه ويشت کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وينا، د دغه مارکېټ له عوايدو به اويا سلنه شرکت او پاتې ديرش سلنه به يې بیت المال ته ورکول کېږي.

د شهزاده ساپي شرکت رييس عبدالرحمن مموزي وويل، دا مارکېټ د دري شپيته ميليون افغانيو په مالي لګښت په شپږو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړوي چې ځمکتلی به يې پارکینګ او پاتې پوړونو کې به يې هټۍ او د اوسېدو خونې وي.

نوموړي وويل، چې دغه مارکیټ به تر ۱۵۰ پورې هټۍ او خونې ولري او د ټولو انجينري نورمونو ته په کتنې به په سټنډرډ ډول د يو نيم کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Views: 103

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.