Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغل‌اچونې چارې پیل شوې

نیمروز کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغل‌اچونې چارې پیل شوې

author avatar
11 Feb 2024 - 17:27
نیمروز کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغل‌اچونې چارې پیل شوې
author avatar
11 Feb 2024 - 17:27

زرنج (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغل‌اچونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې به څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.

د نيمروز د کليو پراختيا او بيارغونې رييس مولوي محمدحق بشير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دلارام ولسوالۍ د «شنبه ميله» په سيمه کې د شپږو مترو په پلنوالي د ٢٠ کيلومتره سړک د جغل‌اچونې چارې پيل شوې.

هغه زیاته کړه، پر یاده پروژه ۱۸،۶ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي.

سرچینې څرګنده کړه چې یاده پروژه د (MOVE) موسسې له لوري پلې کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې پروژې کار به په ٣٠ ورځو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د ولسوالۍ له مرکز سره د کليو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي.

نوموړی وايي چې دې پروژه کې د یادې ولسوالۍ له ۲۱ پراختیایي شوراوو څخه د یوې میاشتې لپاره ۱۶۳۶ کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.