Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د راډیوګانو مسوولین د برېښنا بیې کمېدو غوښتنه کوي

مزارشریف (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ سیمه‌ییزو راډیوګانو مسوولین په دغه ولایت کې د برېښنا بیې له لوړوالي شکایت کوي او له حکومته یې د کمولو غوښتنه کوي.

بلخ کې د یوې خصوصي راډیو مسوول سیدمحمد یزدان‌پرست د خپرونو ملي پالیسۍ نشتون، د راډیو او ټلوېزیون خبریالانو سره د خبرسازو مراجعو دوه‌ګونی چلند او د برېښنا بیې لوړوالي د دوی پر وړاندې له مهمو ننګونو یادوي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل ترڅنګ دې د راډیوګانو د برېښنا بیې هم ټیټې کړي.

د هغه په وینا، دا مهال د راډیوګانو د یو کیلو واټ برېښنا بیه شاوخوا ۱۷ افغانۍ ده چې دوی یې د پوره کولو توان نه لري.

د یوې بلې راډیو مسوول منیراحمد بهیر هم په دغه ولایت کې د راډیوګانو د برېښنا بیې له لوړوالي شکایت کوي.

هغه له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د راډیوګانو د برېښنا بیه دې له تجارتي کتګورۍ څخه د استوګنې کتګورۍ ته بدله کړي؛ ځکه دوی یې د ورکړې توان نه لري.

بلخ کې د راډیوګانو یو شمېر نورو مسوولینو هم ورته څرګندونې وکړې او د یادو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

که څه هم له راډیويي خپرونو څخهلسګونه کلونه تېرېږي او دا مهال ټکنالوژۍ هم پرمختګ کړی، خو لا هم راډیو خپل اوریدونکي او مینه‌وال لري.

مزارشریف کې یو هټیوال ګل‌محمد وایي چې له څو لسیزو راهیسې د راډیوګانو خبرونه او نورې خپرونې اوري.

ګل‌محمد راډیو د معلوماتو او له ورځنیو خبرونو څخه د خبریدو تر ټولو مهمه سرچینه او وسیله بولي.

بلخوا، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې دوی په دغه ولایت کې د ټولو رسنیو لپاره لازم فرصتونه برابر کړي او د راډیوګانو مسوولینو ته د برېښنا بیې ټیټدو ډاډ ورکوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله نوراني وایي، هڅه کوي د راډیوګانو د فعالیت لپاره لازم فرصتونه برابر کړي او د ستونزو د حل په موخه یې هرکله ناستې ترسره کړي.

نوراني زیاتوي چې د راډیوګانو د ستونزو حل لپاره یې جدي اقدامات ترسره کړي او د برېښنا بیې لپاره یې له نورو مسوولینو سره خبرې کړي چې نږدې راتلونکي کې به یې بیې راټیټې هم شي.

د یادونې ده چې یونسکو د فبرورۍ ۱۳مه (نن) د راډیو د نړۍوالې ورځې په نوم نومولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.