کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، که د دوحې ناسته کې د ا.ا او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو زمینه برابرېږي، یو ښه فرصت دی.
ټاکل شوې د دوحې ناسته د روانې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي.
سرچینې زیاته کړې، دغه لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د دوحې راتلونکې ناسته او په هغه کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، په سر کې د روسیې سفیر د دوحې ناستې په تړاو د امارت د دریځ په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه څو د ګډون په صورت کې د یادې ناستې په څنډه کې له متقي سره ځینې لیدنې کتنې تنظیم کړي.
سرچینه لیکي، یاده لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: «موږ د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نږدې په تماس کې یو او د دوحې په ناسته کې د امارت د پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه مو خپل نظر شریک کړی دی.»
د سرچینې په حواله، په دغه لیدنه کې متقي وویل، که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو فرصت برابرېږي او اسلامي امارت وکولای شي د افغانستان د استازیتوب مسوولیت په ښه ډول ادا کړي، یو ښه فرصت دی.
متقي دغهراز زیاته کړې: «که د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼل کېږي او په همدې اړه د دوحې ناستې له ټولو ګډونوالو سره پر خبرو بوخت یو.»
خو سرچینې د شرایطو په اړه جزییات نه دي وړاندي کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، کابل کې د روسیې سفیر وویل چې د افغانستان حکومت دریځ یې درک کړ او له مسکو سره به یې شریک کړي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن