Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د وزیر محمداکبرخان لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.

د کرکټ بورډ کورني کرکټ څانګې پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالیو پنځلسم پړاو نن د کندهار په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې.

سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې ګډون لري چې په دوه ګروپونو وېشل شوې او د راتلونکې مارچ میاشتې تر شپږمې به په کندهار، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دوام ولري.

د دې ادارې معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د کابل، لغمان، فاریاب، خوست ب، ننګرهار ب او چییرمین ایلېون لوبډلې او دغه راز په دویم ګروپ کې د ننګرهار، پکتیا، لوګر، بلخ او کابل ب لوبډلې شاملې دي.

دغه راز نن د لغمان او کابل الف، لوګر او ننګرهار الف، د خوست ب او د اي‌سي‌بي ایلېون، د کابل الف او پکتیا لوبډلو ترمنځ لوبې روانې دي.

د یادونې ده، تېر کال د ننګرهار ولایت ب لوبډلې د وزیر محمداکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي ګټلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.