Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا او پنجشېر کې د وروستیو ورښتونو له امله ۵۲ کورونه ویجاړ او زیانمن شوي

پاراخ (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): ځايي چارواکي وايي چې د وروستۍ واورې او باران له امله په کاپیسا کې ۴۲ کورونه په قسمي او بشپړ ډول او په پنجشېر ولایت کې په قسمي ډول د ۱۰ استوګنیزو کورونو ویجاړېدو تر څنګ ۱۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په شتل، رخه او لومړۍ حصه ولسوالیو کې د وروستیو واورو او باران له امله ۱۰ کورونه په قسمي ډول ویجاړ او ۱۰۰ څاروي تلف شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

د هغه په خبره، د پنجشېر والي محمداغا حکیم له طبیعي پېښو سره د مبارزې، د کلیو بیارغونې، افغاني سره میاشت او نورو اړوندو ادارو ته لارښونه کړې څو له زیان‌منو سره د مرستې لپاره لاس‌ په کار شي.

د یوه بل خبر له مخې، وروستیو واورو او بارنونو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۴۲ استوګنیز کورونه په قسمي ډول ویجاړ کړي دي.

په کاپیسا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ارزونې مدیر حنیف‌الله حسیني وايي چې په دغه ولایت کې د ۴۲ ویجاړ شوو کورونو له ډلې ۲۷ یې په قسمي او ۱۵ نور په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، لومړنۍ شمېرې ښیي چې د دغه ولایت په مرکز کې اته، د کوهستان په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې پنځه، په دویمه حصه ولسوالۍ کې ۱۲، په کوهبند ولسوالۍ کې شپږ، په نجراب ولسوالۍ کې څلور، په تګاب ولسوالۍ کې دوه او په اله‌سای ولسوالۍ کې پنځه استوګنیز کورونه په قسمي ډول ویجاړ شوي دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ په جالوخېل کلي کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې یو کس ټپي شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د وروستیو واورې او بارانونو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ کسان مړه او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي. دغه‌راز راپورونه ښيي چې د واورې ورېدو او سړې هوا له امله د هېواد په کچه زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.