پلخمري (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت ۱۱۰ سیمې د لرغونو او تاریخي ځایونو په توګه ثبت شوې دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي نن د تاریخي اثارو د ساتنې ملي ورځې په مناسب جوړه شوې غونډې ته وویل، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د دغه ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې ۱۱۰ سیمې د تاریخي ځایونو په توګه ثبت شوې دي.
هغه وویل، بهرنیو ځواکونو په تېرو شلو کلونو کې د جګړې په پلمه یو شمېر لرغونې سیمې لوټ کړې دي.
ورته مهال، د یاد ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي عزتمیر حقاني وویل، خلک دې د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې که په کومه سیمه شک لري او یا یې هم لرغوني اثار وموندل، له هر څه وړاندې دې له دوی سره اړیکه ونیسي.
د مسوولینو په وینا، بغلان کې له دې مخکې ۲۵ سیمې د لرغونو ځایونو په توګه ثبت شوې وې چې سرخ کوتل، چمکلا او شمرق یې له نورو ډېرې مهمې دي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن