Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عربي اماراتو ۱،۸ میلیون ډالر نغدي مرسته راستنو شوو کډوالو ته وېشل کېږي
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، د متحده عربي اماراتو ۱.۸ میلیون امریکایي ډالر نغدي مرسته د روژې میاشتې په مناسبت له بېلابېلو هېوادونو راستنو شوو کډوالو ته وېشي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد کمېسیون پرون د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال به مشرۍ او د دوولسګونو کمېټو مسوولینو په ګډون غونډه وکړه.

سرچينې لیکلي چې په دې غونډه کې له بېلابېلو هېوادونو د راستنو شوو کډوالو د شمېر، نغدي مرستو د وېش څرنګوالي او هغوی ته د خوراکي توکو، البسې او مسکن برابرولو، هېواد ته د راستنو شوو سوادګرو او پانګوالو د ثبت او تثبیت د ‌‌‌‌‌‌ډول په اړه بحث او خبرې وشوې.

ارګ د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې دغه راز د روژې میاشتې په مناسبت له عربي متحده اماراتو د یو میلیون او اته سوه زره ‌‌‌‌‌‌ډالرو نغدي مرستې له امله د مننې ترڅنګ د راستنو شوو کډوالو ټولو مستحقو کورنیو ته د یادو مرستو د وېش په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه وکړه او د یادو مواردو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې، افغان چارواکو ويلي، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکتوبر میاشتې را وروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور راایستل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.