Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ایراني چارواکو  پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستي سیمه‌ییز سیاسي وضعیت خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان د ایران له سفیر او ځانګړي استازي کاظمي قُمي سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي پرمختګونو هر اړخیزې خبرې وکړې او دواړو لورو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې تعریف کړې او د ټولې سیمې په ګټه یې وبللې.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د ایران ځانګړي استازي د دوحې وروستۍ ناستې په اړه هم معلومات وړاندې کړل او په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د افغانانو ځینو ستونزو د حل، افغانستان ته د برېښنا زیاتوالي، چابهار بندر په اړه د پرمختګ او د وروستیو ورښتونو په نتیجه کې نیمروز او سیستان ته د اوبو رسېدو په اړه هم خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.