Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میراث له حقه د ښځو بې‌برخې کېدل؛ نجیبه: د پلار له وصیت سره سم ټول شته زما وروڼو ته ورکړل شول

د میراث له حقه د ښځو بې‌برخې کېدل؛ نجیبه: د پلار له وصیت سره سم ټول شته زما وروڼو ته ورکړل شول

author avatar
14 Mar 2024 - 09:14
د میراث له حقه د ښځو بې‌برخې کېدل؛ نجیبه: د پلار له وصیت سره سم ټول شته زما وروڼو ته ورکړل شول
author avatar
14 Mar 2024 - 09:14

بامیان (پژواک،۲۴ کب ۱۴۰۲): د بامیان د مرکز اوسېدونکې ۳۵ کلنه نجیبه د میراث له حقه د ښځو پر محرومېدو نیوکه کوي او وايي، د پلار له مړینې وروسته یې وروڼه حاضر نه شول څو دې ته د میراث حق ورکړي.

میراث د هر نر او ښځې شرعي حق دی، خو د هېواد په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول بامیان کې دغه حق ته د ښځو لاسرسی اوس هم له ستونزو سره مخ دی، هغه ښځې چې د ناوړه باورونو او دودونو له امله د میراث له حقه بې‌برخې دي، د عدالت غوښتنه کوي، خو ځايي مسوولین وايي، میراث یو شرعي حق دی چې ټول باید ترې برخه‌من وي.

۳۵ کلنه نجیبه چې د بامیان د مرکز اړوند د زرګران کلي اوسېدونکې ده، د پلرني میراث له حقه محرومه شوې ده.

هغې د پژواک اژانس خبریال ته وویل: «زه شپږ وروڼه او یوه خور لرم چې د پلار له وصیت سره سم ټول جایداد او نور زما وروڼو ته ورکړل شوی، یوازې موږ دوې خویندې د پلار د میراث له حقه محرومې پاتې یو، پلار مې د کور او نغدو پیسو ترڅنګ لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه درلوده چې له مړینې وروسته یې موږ خویندو ته یوه افغانۍ هم نه ده را رسېدلې او اوس مو ودونه هم کړي دي.»

نجیبې زیاته کړه چې د پلار په وصیت‌پاڼه کې یې پر وروڼو ټینګار شوی و چې د خویندو رضایت یې ترلاسه کړي، خو د پلار له مړینې وروسته یې د وروڼو له لوري دې او د دې بلې خور ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

هغه چې له اقتصادي ستونزو سره هم مخ ده، خو نه غواړي له خپلو وروڼو سره د پلار د میراث پر سر دعوه وکړي او د خپل پلرني میراث غوښتلو په اړه چې د ټولنې دودونو خلاف کار ګڼل کېږي، اقدام وکړي.

د هغې په خبره، له خپلو وروڼو د میراث حق غوښتل یې ښايي کورنۍ اړیکې له منځه یوسي او د وروڼو او خاوند د کورنیو ترمنځ تګ‌راتګ ته یې د پای ټکی کېښودل شي.

دا یوازې نجیبه نه ده چې د میراث له حقه بې‌برخې شوې، د بامیان د مرکز بله اوسېدونکې زهرا وايي چې د پلار ټول منقول او غیرمنقول میراث یې یوازې ورور په واک کې اخیستې او دې ته یې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

هغې څرګنده کړه، که څه‌هم چې څو ځلې یې د دې موضوع په اړه له ورور سره خبرې کړې، خو د هغه له لوري یې د رد ځواب ترلاسه کړی او خور ته د پلرني میراث د ورکړې د حق مخالفت کوي.

د زهرا په وینا، تر اوسه د دوی په کلې کې هيڅ داسې ښځه نشته چې د میراث حق دې ورکړل شوی وي او د یوې ښځې له لوري په ځانکړې توګه له واده وروسته د میراث غوښتل لوی شرم او د ټولنې د دودونو خلاف کار بلل کېږي.

بلخوا، د سیمې یو سپین‌ږیری محمدحسین که څه‌هم پوهېږي چې ښځې هم د نارینه‌وو په شان د میراث له حقه برخه‌منې دي، خو په خپله وصیت‌پاڼه کې یې هېڅ ډول جایداد خپلو لوڼو ته نه دی وکړی.

هغه وايي: «سمه ده چې لوڼې مې د زامنو په شان زما له ټول جایداد او شتو حق وړي، خو نه غواړم د لورګانو له لارې زما ځمکې بل چا ته ورکړل شي.»

نوموړي زیاته کړه چې لوڼې یې د زامنو په شان تر اوسه د ژوند له ټولو امکاناتو برخمن دي او د زوی او لور تر منځ یې هېڅ توپیر نه دی کړی، خو لور ته د میراث ورکړه د محمدحسین په باور یو غیر معمول امر ګڼل کېږي.

خو د ټولنیزو چارو د پوهانو په اند، ناسم باورونه او ناوړه دودونه په ټولنیز عرف بدل شوي چې د عدالت د تامین او د میراث حق ته د ښځو د لاسرسي مخه یې نیولې ده.

د ټولینزو چارو کارپوه علي دانشیار په دې اړه وايي، د ناوړه دودونو او ناسمو باورونو له امله ښځې نه غواړي له قانوني لارې د پلار له کورنۍ د میراث حق وغواړي.

د هغه په باور، په ټولنه کې ناوړه دودونه د دې لامل شوي څو ښځې ونه شي کړای د خپل پلرني میراث غوښتنه وکړي او ډېری د خپل میراث له حقه تیریږي.

د دانشیار په خبره، ځمکه د دود له پلوه د پلار د کورنۍ د شرف او عزت حیثیت لري او د لوڼو خاوندان یې چې بېګانه کڼل کېږي او د دوی له وینې نه دي، نو طبعاْ نه شي کولای د خپلو مېرمنو له لوري د دوی جایداد ته لاسرسری ومومي.

په ورته مهال، دیني عالمان پر دې باور دي چې له اسلام مخکې د ښځو ټولنیز حقونه بشپړ تر پښو لاندې کېدل، په اسلام کې ښځه او نر له عادلانه انساني حقونو برخمن دي او د میراث په وېش کې اساسي بنسټ په کورني نظام کې د ښځې او نر موقف ټاکي.

د بامیان په مرکز کې یو دیني عالم نعمت‌الله صادقي د پژواک خبریال ته وویل چې د قانون او اسلامي شریعت له پلوه ښځو ته د نفقې، مهر او میراث درې حقونه په پام کې نیول شوي چې هره ښځه کولای شي ترې برخه‌منه شي.

د هغه په خبره، لکه څرنګه چې مهر، نفقه و جهاد پر نر واجب دي او ښځې په دې برخه کې کوم مسوولیت نه لري، ښايي د ښځو په پرتله د نارینه‌وو د میراث موارد زیات وي چې په اسلام کې عین عدالت دی.

هغه څرګنده کړه چې هېڅوک د میراث له حقه د ښځو محرومولو حق نه لري خو ډېری کورنیو د ناوړه ټولنیزو دودونو له امله خپل جایدادونه یوازې زامنو ته ورکړی او لوڼې یې تر بې‌برخې کړې دي.

دغه دیني عالم زیاته کړه چې د عدالت د تامین او د میراث حق ته د ښځو د لاسرسي لپاره پکار ده چې په ټولنه کې له بېلابېلو لارو د ناسمو باورنو او ناوړه دودونو مخنیوی وشي او خلکو ته د اسلام د دین سره سم پوهاوی ورکړل شي.

دغه راز د بامیان ځايي مسوولین هم وايي چې د میراث حق یو شرعي او قانوني امر دی چې باید د ښځو په ګډون د کورنیو وارثینو ته ورکړل شي.

د بامیان د حج او اوقافو رییس مولوي شمس‌الله احمدي پژواک ته وویل چې د قران‌کریم او د پیغمبر (ص) د لارښونو سره سم د ښځو په ګډون د کورنیو ټول وارثین د میراث حق لري.

د هغه په خبره، هغه کسان چې ښځې د میراث له حقه بې‌برخې کوي، د شریعت له لارښونو پوره پوهاوی نه لري.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د ځايي خلکو د پوهاوي لپاره د حج او اوقافو، محکمې، امربالمعروف ادارو او د عالمانو شورا ګډه کمېټه جوړه شوې څو د جوماتونو له لارې خلکو ته پوهاوه ورکړي څو ځايي خلک په ځانګړې توګه ښځې له خپلو حقونو برخه‌منې شي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه چې له شرعي او اسلامي حقونو د ښځو محرومېدو په صورت کې به عدلي بنسټونه د دوی شکایت ته رسېدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې د اسلامي امارت مشرتابه د یوه فرمان په ترڅ کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د نجونو په زور ودولو، د بدو په بدل کې د ښځې ورکولو او د میراث حق ته د ښځو د نه لاسري برخو کې ګوټلي ګامونه واخلي.

Views: 80

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.