ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 کرنې وزارت: کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې په اجاره ورکولو طرحه جوړېږي

 کرنې وزارت: کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې په اجاره ورکولو طرحه جوړېږي

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د ځمکوالۍ د قانون له تصویب مخکې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې په اجارې ورکولو طرحه جوړېږي.

د کرنې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د کورنیو پانګوالو د جلبولو کړنلارې طرحه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د «امیرالمومنین» له لارښوونو سره سمه ترتیب شوې، د وروستي کولو په موخه د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري ته وړاندې شوه.

سرچینې ویلي، دا کړنلاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وړاندېز او د ریاست الوزراء مقام په منظورۍ او د «امیرالمومنین» په لارښوونه د ځمکوالۍ د قانون تر تصویب پورې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې د اجارې برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه جوړېږي.

سرچینه زیاتوي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې د اجارې ورکولو د طرزالعمل طرحې له کتنې وروسته د یاد طرزالعمل چمتو کولو بهیر د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.

یاد وزارت زیاته کړې، د دې کړنلارې جوړولو موخه د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې او د هېواد د اقتصاد د ودې لامل او خلکو ته د کار زمینې برابرول دي.

دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري له ایراني پلاوي سره لیدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ایراني پلاوي په ترکیب کې د یاد هېواد د کرنې وزارت مرستیال علي رضا مهاجر، د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي، د ایران د بوټو ساتنې ادارې چارسمبالې مریم جلیلي، د خصوصي سکټور استازو او په کابل کې د ایران سفارت دیپلوماټانو حضور درلود.

د ايران د کرنې وزارت مرستيال وویل: «د افغانستان د کرنې وزارت له تخنيکي پلاوي سره مو د درې ورځني خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکټور، د بوټو ساتنې او مالدارۍ په اړه خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېدو چې موږ به له افغانستان سره په ګډه کار وکړو او موږ هیله لرو چې عملي کارونه به ژر تر ژره پیل شي.»

نوموړی زیاتوي: «د تجربو او پوهې لېږد، د کرنې د کادرونو دروزنې، د اوبو لګولو، د صنعتي بوټو کښت، وریجو، پنبې، صنعتي بوټو، ګني، مالدارۍ، د کرنیزو تکنالوژیو د انتقال، د ګډو نندارتونونو جوړول، د زېربنایي کارونو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په اړه مو خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېدو.»

خبرپاڼه کاږي، د افغانستان د کرنې وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه چې دغه سفر به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو برخو کې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ د ګډ کاروبار یوه نوې پاڼه پرانیزي.

بلخوا، د کرنې وزارت وایي چې یاد وزارت له ایران سره د بوټو ساتنې او قرنطین، خاورې پېژندنې، کرنیزې او مالدارۍ زېربناوې، د کرنیزو او درملو بنسټونو ملاتړ برخه کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

سرچینه زیاتوي چې دغه ۵۵ماده ییز هوکړه لیک نن د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ایران د کرنې مرستیال وزیر علیرضا مهاجر ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

یاد پلاوى درې ورځې وړاندې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له چارواکو سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډ کار د پيل او خبرو اترو په موخه کابل ته راغلى دی.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت مرستيال مولوي صدراعظم عثماني له ایراني له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي: «موږ غواړو چې له ايران سره مو اړيکې او مناسبات تلپاتې وي او زموږ غوښتنه له ایرانه دا ده چې د کروندګرو او مالدارانو پر وړاندې شته ستونزې له یو بل سره په همکارۍ حل شي.»

عثماني وایي، د تولیداتو، وارداتو، صادراتو او د کرنیزو چارو برخه کې همکاري به د کرنې او مالدارۍ او پانګونې د ودې او پراختیا لپاره غوره بستر وي.

د کرنې وزارت زیاتوي، د ایران د کرنې وزارت مرستیال علیرضا مهاجر وویل، هغه محصولات چې له دواړو خواوو وارد یا صادرېږي باید ښه کیفیت ولري، بازار ته مناسب وي، مناسبه بیه ولري او دواړه هېوادونه باید دې ته پام وکړي.

سرچینه وایي، په دغه لیدنه کې د کرنیزو محصولاتو او کیمیاوي سرو، کښت، ترویج، تولید او بازار موندنه، پروسس او بسته بندي، د نوو نسلونو ترویج، واکسینونو، د چرګانو فارمونه او د غوښینو څارویو فارمونو جوړول، طبي او صنعتي بوټو برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه، د اسانتیاوو برابرولو او د ننګونو حل په اړه خبرې اترې وشوې.

Views: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.