ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم دروازه په مشروط ډول د سرطاني ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه

تورخم دروازه په مشروط ډول د سرطاني ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه

author avatar
14 Mar 2024 - 12:11
تورخم دروازه په مشروط ډول د سرطاني ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه
author avatar
14 Mar 2024 - 12:11

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، تورخم دروازه چې څلور ورځې وړاندې پاکستانيو چارواکو د ناروغانو پر مخ تړلې وه، نن يې يوازې د هغو سرطاني ناروغانو پرمخ بېرته خلاصه کړه چې شپږ میاشتني کارټونه لري.

د دواړو غاړو د چارواکو د يوې هوکړې له مخې له دې لارې ناروغانو ته له ويزې او پاسپورټ پرته د تګ اجازه ورکول کېږي.

مسوولين وايي، پخوا ټولو ناروغانو ته اجازه وه، خو په دې وروستيو کې پاکستان يوازې په سرطان ناروغۍ اخته ناروغانو ته اجازه ورکوله چې څلور ورځې وړاندې يې هغه هم بنده کړې وه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون د کب په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه کسان چې د سرطان ناروغۍ شپږ میاشتني کارتونه لري د تورخم دروازه يې پر مخ خلاصه شوه.

بلخوا په ننګرهار کې د ناروغانو تشخیص ځانګړي کمېسیون له هغو ناروغ لرونکو چې شپږ مياشتني کارټونه لري غوښتي چې نن دې تورخم ته ځانونه ورسوي څو له ویزې پرته ورته کوزې پښتونخواه ته تګ اجازه ورکړل شي.

د دې لارې د تړل کېدو له امله ګڼ پر سرطان ناروغۍ اخته کسان له ستونزو سره مخ وو او د دواړو خواوو له چارواکو يې د دې ستونزې د حل غوښتنه کوله.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.