ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان والي: له نړۍ سره د سیالۍ لپاره باید عصري زده‌کړې وکړو 

د بغلان والي: له نړۍ سره د سیالۍ لپاره باید عصري زده‌کړې وکړو 

author avatar
23 Mar 2024 - 15:44
د بغلان والي: له نړۍ سره د سیالۍ لپاره باید عصري زده‌کړې وکړو 
author avatar
23 Mar 2024 - 15:44

پلخمري (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د بغلان والي او د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس وایي، له نړۍ سره سیالي او پرمختګ د عصري علومو په زده‌کړې پورې تړلي او عصري او دیني زده‌کړې باید سره بېلې نه‌شي.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني نن په دغه ولایت کې د نوي ښوونیز کال د پیل په موخه جوړې شوې غونډه کې وویل، د نړۍ اوسنی پرمختګ د عصري علومو له برکته دی او د عصري علومو له زده‌کړې پرته له نړۍ سره سیالي کول ناشوني دي.

والي زیاته کړه، د هېواد سړکونه، ودانۍ او نور جوړ شوي هرڅه دیني عالمانو نه‌دي جوړ کړي، بلکې د عصري علومو پر اساس جوړ شوي دي.

غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وویل، اوسمهال په هېواد کې د دیني او عصري علومو ترمنځ هیڅ توپیر نشته او حکومت د دواړو برخو کې کار کولو ته ژمن دی.

د مسوولینو له لوري په داسې حال کې د عصري زده‌کړو په ترلاسه کولو ټینګار کېږي چې لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.