Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو پنځو کلونو کې کابل کې په منځني ډول د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې

تېرو پنځو کلونو کې کابل کې په منځني ډول د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې

author avatar
24 Mar 2024 - 15:49
تېرو پنځو کلونو کې کابل کې په منځني ډول د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې
author avatar
24 Mar 2024 - 15:49

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د کابل پوهنتون د ځمک‌پوهنې پوهنځي د هایډرولوژي څانګې د معلوماتو له مخې، تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د اوبو سرچینې د اقلیمې بدلونونو له امله له خطر سره مخ شوې دي او دغه راز په تېرو پنځو کالونو کې کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په منځني ډول ۱۵ متره ټېټه شوې ده.

 کابل پوهنتون کې نن د اوبو نړۍوالې ورځې په مناسبت غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون د ځمک‌پوهنې پوهنځي د هایډرولوژي څانګې امر پوهنوال اسدالله رحمت‌زي وویل، د افغانستان اوبه اوسمهال په یو ترینګلي حالت کې دي.

هغه وویل، افغانستان کې د واورې پوښښ، یخچالونه او جهیلونه د اوبو اساسي سرچینې دي چې په تېرو څلورو لسیزو کې د اقلیمې بدلونونو له امله له خطر سره مخ شوې دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو څه باندې لسو کالونو کې د افغانستان په ټولو حوزو کې له ۱۵ تر ۲۰ سلنه پورې د واورې پوښښ کم شوی دی.

نوموړي وویل، هېواد کې د سطحي اوبو کچه پخوا ۵۷ میلیارد مترمکعبه او د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۸ میلیارد متر مکعبه وه، خو اوس د سطحې اوبو کچه ۵۱ اعشاریه ۴۵ میلیارد متر مکعب او د ځمکې لاندې اوبو کچه ۸ اعشاریه ۹ میلیارد متر مکعب ته رسېدلې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، کابل کې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ پورې په منځني ډول د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده.

ورته مهال، په دې غونډه کې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت استازي عزیز‌الرحمان عزیز وویل، دغه وزارت د هېواد د اوبو سم مدیریت په موخه لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه وزارت په پام لري چې د اوبو کمښت ستونزې د حل په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سطحي اوبو لپاره چک‌ډیمونو جوړ کړي.

دغه راز، په یاده غونډه کې د هواپېژندنې ادارې رییس محمدنسیم مرادي له اسلامي امارت وغوښتل چې له پنجشېره، کابل ته د اوبو لېږد پروژې چارې پیل کړي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې حکومت دې د اوبو لګښت او مدیریت برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام تېره ورځ ویلي وو، د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.