جلالاباد (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې يې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې ده.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزي د وري په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه رياست په هلو ځلو د بټيکوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې د نجونو يو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه.
هغه زياته کړه، پر دې ودانۍ باندې د جاپان د بېړنيو مرستو موسسې (JEN) ۱۰۰ امريکايي ډالر لګښت راغلی چې په اتو مياشتو کې يې چارې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وينا، دغه ودانۍ ۱۹۰ متره د احاطې دېوال، ۶ درسي خونې، ۶ عصري تشنابونه، د پاکو اوبو ذخیره، لمريزه برېښنا او نور اړين توکي لري.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي، د دې ودانۍ په جوړېدو سره د يادې لېسې زدهکوونکې له ډېرو ستونزو خلاصې شوې.
يوه قومي مشر ملک انور پژواک ته وويل، پخوا د دغه ښوونځي زدهکوونکې د ورښتونو له امله ډېر کله ښوونځي ته نه تللې چې اوس به دا ستونزې حل شي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د ټولو بېسرپناه ښوونځيو سروې شوې چې په نږدې راتلونکې کې به ورته د ودانيو جوړېدو چارې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP