هرات (پژواک، ۹ حمل ۱۴۰۲): د څه باندې ۵۳ ميليون ډالرو په ارزښت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون لاسلیک شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له خوا په یوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، دا تړون د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ریيس ملا بختالرحمن شرافت او «ګاما ګروپ» شرکت مشر ضياالرحمن فراهي ترمنځ، د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په شتون کې لاسلیک شو.
په کابل کې په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ریيس ملا بختالرحمن شرافت، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ په اړه معلوماتو ورکړل او ويې ويل چې خواف – هرات، افغانستان له ګاونډي هېواد ايران سره نښلوي.
ملا شرافت زياته کړه چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون ۵۳ ميليونه ۱۵۴ ډالر ارزښت لري چې د روسیې فدراتيف يې تخنيکي ملاتړ کوي.
د هغه په وينا، دغه مهمه پروژه چې ۴۷ کيلومتره اوږدوالی لري او افغانستان د سيمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره نښلوي؛ ټاکل شوې چارې يې تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړې شي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ریيس، خواف – هرات د نړۍ يوه حلقوي پروژه او د وصل نقطه وبلله او د سيمې او نړۍ له هېوادونو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د «ګاما ګروپ» شرکت مشر هم د خپل شرکت په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې هڅه به وکړي ياده پروژه په معياري ډول او ټاکلي وخت بشپړه کړي.
په همدې حال کې د هرات والي شیخ مولانا نور احمد اسلامجار، د ترانسپورټ په برخه کې د اوسپنې پټلۍ پر اقتصادي او ټولنيز ارزښت خبرې وکړې او د هرات خلکو په استازيتوب يې د يادې پروژې د پلي کېدو په لاره کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
هېره دې نه وي چې د ياد تړون له مخې به له رباط پريان څخه د سټېشن تر آخره پورې په دواړو غاړو کې شنه ساحه او سټېشن سره نږدې يو جومات جوړېږي چې په يوه وخت کې به د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.
دغه راز د يادې پروژې چارو په بشپړېدو او ګټې اخيستنې سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP