ګردیز (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۳): د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ۵۸ میله غیرقانوني پاکستانۍ تومانچې کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.
د پکتيا د امنيې قومانداني وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند په زاندو سیمه کې امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور پر اساس ۵۸ میله تومانچې او ۵۰۰ مرمۍ نیولي دي.
هغه وویل دغه وسلې له پاکسـتانه افغانسـتان ته قاچاق کیدلې چې امنيتي ځواکونو ونيولې.
د هغه په خبره، په دې تړاو یو تن هم نیول شوی او د وروستیو څېړنو په موخه به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې له دې مخکې له هم په یاده ولسوالۍ کې له پاکستان هېواد څخه قاچاق کېدونکې وسلې نیول شوې دي.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن