پلخمري (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): بغلان کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم فوټسال سیالۍ د «خورشید کریمي» لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د بغلان د بدني روزنې او ورزش امر قاري محمدامیر امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د بدني روزنې امریت په لوبغالي کې د رمضان جام په نوم فوټسال سیالۍ د خورشيد کریمي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
هغه وویل، یادې سیالۍ چې۳۰ لوبډلو پهکې برخه لرله او لس ورځې یې دوام وکړ، پایلوبه یې تېر ماښام د خورشید کریمي او امیري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې خورشید کریمي لوبډلې پهکې مقابلې لوبډلې ته ۳/۴ ماتې ورکړه.
دغه راز بغلان کې د فوټسال کمېټې مسوول عبدالحق شاهین وايي، له دغو سیالیو څخه یې موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ځوانانو ترمنځ د اړیکو جوړولو وو.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن