Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان کې د موټرو ټکر یوه پېښه کې شپږ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د پاکستان د سند پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د سما ټلوېزیون راپور له مخې، یاده پېښه د سند پر لویه لار جمشورو ښار ته نږدې د یوه بس، لارۍ او تېلو ټانکر موټرو د ټکر له امله شوې ده.

د راپور له مخې، دغه ټول مسافر له لارکانا سیمې کراچۍ ته روان وو او د پېښې قربانیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې ټپیان هم د حیدراباد جمشورو روغتون ته لېږدول شوي دي.

پاکستان کې دغه ډول پېښې ډېرې رامنځته کېږي.

شپږ ورځې مخکې هم د یاد هېواد سوېل لوېدیځ کې د یوې لارۍ چپه کېدو پېښه کې ۱۳ مړه او ۳۰ نور  ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.