ترینکوټ (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): اروزګان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار درېیمه ناحیه کې د باران له امله د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې یو کس مړ شوی دی.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د ترینکوټ ښار په کلاچه سیمه کې د باران له امله د یو کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې د عبدالحلیم په نوم یو کس مړ شوی دی.
له دې سره په اروزګان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د مرګژوبلي شمېر ۱۹ کسانو ته ورسېد.
د یادونې ده، وروستیو ورښتونو او سېلابونو په یاد ولایت کې زرګونه جریب کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن