مهترلام (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د لغمان د والي مرستیال وايي، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې پنځه چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د لغمان د والي مرستیال مولوي اخترمحمد مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ یې د دغه ولایت په الینګار، الیشنګ، دولتشاه، قرغیو او بادپښ ولسوالیو کې د پنځو چکډیمونو پرانیسته کړې ده.
هغه وویل، پر یادو چکډیمونو ۱۲ میلیون افغانۍ لګښت شوی چې د حکومت له بودجې څخه ورکول شوې دي.
ورته مهال د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن پژواک ته وویل، په یادو چکډیمونو کې به د موسمي بارانونو او سېلابونو اوبه زېرمه کېږي چې په مرسته به یې زرګونه هکتاره للمي ځمکې خړوبې او شاوخوا سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.
په همدې حال کې د دغه ولایت اوسېدونکي د یادو چکډیمونو په جوړېدو خوښ دي او زیاتوي چې له دې سره به د سېلابي اوبو د تخریب مخه هم ونیول شي.
د الینګار ولسوالۍ د سنګره سیمې قومي مشر قاري ذاهدالله فاتح وویل، تېرو کلونو کې د دوی کرل شوي فصلونه د وچکالۍ له امله له منځه تلل، خو اوس به یې د اوبو کمښت او سېلابونو راوتلو ستونزې ورسره کمې شي.
د یادونې ده، له تېر کال راهیسې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د یو – یو چکډیم جوړولو چارې پیل شوي دي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن