شبرغان (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): یو جوزجانی ځوان چې د شاتو مچیو فارمونو کې یې له اته کاله کار کولو وروسته اوس په خپله پانګه د مچیو فارم جوړ کړی، له نورو بېکاره ځوانانو غواړي چې همت او کار وکړي، خامخا بریالي کېږي.
د جوزجان د مرکز شبرغان ښار یوه اوسېدونکي ٣٨ کلن حبيبالله په دې وروستيو کې د ۶۰۰ زره افغانيو په پانګونه د مچيو فارم جوړ کړى دى.
هغه چې د خپلې کورنۍ يوازېنی سرپرست دى او له اقتصادي ستونزو یې شکايت کاوه وايي: «ډېرې سختۍ مې تېرې کړې تر څو دغه ځای ته راورسېږم.»
د هغه په خبره، له تېرو اتو کلونو راهيسې يې په پاکستان او بلخ ولايت کې د مچيو ساتلو په څو فارمونو کې کار کړى او له خپل معاش څخه به یې د کورنۍ لګښتونو پوره کولو ترڅنګ یوه اندازه پیسې سپمولې، تر دې چې وتوانېد په دې وروستيو د مچيو د پالنې يو فارم جوړ کړي.
هغه چې دغه فارم يې د څه باندې ۶۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړ کړى زياته کړه: «زموږ تولیدات په مياشت کې پنځهسوه کيلوګرامه شات دي، که ګل ډېر وي، نو توليدات مو تر دې هم ډېر وي، د يو کيلوګرام شاتو بيه اته سوه افغانۍ ده.»
هغه وايي چې د فارم ټولې چارې په خپله مخې ته وړي او د کاروبار وضعیت په ښه کېدو سره به نور کسان هم جذب کړي.
هغه نورو وزګارو ځوانانو ته په پيغام کې وويل: «هر څوک چې په هره برخه کې پوهېږي، د همت ملا دې وتړي او کار دې پیل کړي، له لږو یې دې پيل کړي، حتماً يو ځاى ته رسېږي او بريالى کېږي.»
د هغه په باور، په هېواد کې پانګونه د کاري فرصت رامنځته کېدو ترڅنګ د هېواد د پرمختګ لامل هم کېږي او هر څوک چې په هېواد کې کار او پانګونه کوي، له باعزته ژونده هم برخمنېږي.
حبیبالله له خلکو وغوښتل څو کورني تولیدات وکاروي او له بهرنیو تولیداتو استفاده نه کوي، هغه له اسلامي امارته هم وغوښتل چې د دغه ډول ځوانانو ملاتړ وکړي او د تولیداتو لپاره یې د بازارموندنې برخه کې پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مالدارۍ او حیواني روغتیا خدماتو رييس ډاکټر سميعالله حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د مچيو ساتلو دوه فارمونه موجود دي.
هغه زیاته کړه، جوزجان د شاتو د مچیو ساتلو فارمونو لپاره مناسب چاپېریال لري او دوی له هغو کسانو ملاتړ کوي چې په دغه ولایت کې د مچیو فارمونو جوړولو برخه کې پانګونه کوي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن