چاریکار (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): پروان کې د محصلینو د والیبال د شپږو ټیمو ترمنځ د «ارغوانګل» والیبال جام سیالیو اتلولي «عقابان» لوبډلې وګټله او «فتح خیبر» ټیم دویم مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ د محصلینو د شپږو ټیمونو ترمنځ د پروان ولایت په پوهنتون کې ترسره شوې.
د پروان د ورزش او بدني روزنې امر عبدالظاهر خالقیار وویل چې د دغه ټورنمنټ په وروستۍ لوبه کې د پروان د عقابان لوبډله وتوانېده چې فتح خیبر لوبډلې ته درې پر یو ماته وکړي او اتلولي خپله کړي، دغه راز فتح خیبر د دغو سیالیو نایب قهرماني ترلاسه کړه.
هغه زیاتوي چې دغه ټورنمنټ د غوره لوبغاړو پېژندلو، د ولایت په کچه د ځوانانو د ورزش ودې او د دغه پوهنتون د محصلینو ترمنځ د یووالي په موخه جوړ شوی و.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن