ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۲۰ سياحتي شرکتونه وتړل شول

ننګرهار کې ۲۰ سياحتي شرکتونه وتړل شول

author avatar
14 May 2024 - 14:30
ننګرهار کې ۲۰ سياحتي شرکتونه وتړل شول
author avatar
14 May 2024 - 14:30

کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په جلال‌اباد ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د شلو سياحتي شرکتونونو دفترونه تړل شوي دي.

مسوولین وايي، په ښار کې يې د ټولو سياحتي شرکتونو د اسنادو ارزونه پيل کړې او هر شرکت چې اسناد ونه لري، همداسې به تړل کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر عیدمحمد حنفي د غويي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون يې په جلال‌اباد ښار کې د ۲۰ هغو سیاحتي، انلاین خدماتو او اړونده نورو شرکتونو دفترونه تړلي چې د کار قانوني جوازونه یې نه درلودل.

هغه زياته کړه، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې پرته له قانوني جوازه په یادو برخو کې فعالیت وکړي.

هغه دا هم وويل، له دې مخکې يې ګڼ دا ډول شرکتونه تړلي وو خو یو شمېر هغه تړل شوي شرکتونه چې د قانوني مراحلو طی کولو وروسته یې جوازونه ترلاسه کړي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په لارښوونه ورته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

د ګرځندوی امر وايي، یاده پروسه به تر هغې دوام کوي چې د سیاحتي خدماتو ټول شرکتونه قانوني جوازونه ترلاسه کړي.

اوسمهال په جلال‌اباد ښار کې د سياحتي، انلاين خدماتو او په نورو نومونو باندې د بهرنيو ويزو تر لاسه کولو ګڼ شرکتونه جوړ شوي چې یو شمېر يې جواز نه لري او خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي پر دغه کړنه خوښ دي او وايي، دا چاره به د ويزو ترلاسه کولو او عمرې ته د تګ پر مهال فرېبکارۍ ختمې کړي.

محمدانور چې پنځه ځله يې په بېلابېلو دا ډول شرکتونو کې د پاکستان ويزې ترلاسه کولو لپاره نوم‌ليکنه کړې او لا يې هم ويزه نه ده ترلاسه کړې، وايي، دا شرکتونه له خلکو سره چل او فرېب کوي.

خو چارواکي وايي، د قانوني اسنادو لرونکي شرکتونه دا ډول کړنه نه شي ترسره کولی؛ ځکه هر کال بايد د خپل فعاليت راپور شريک کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.