کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): کابل کې متشبثو لسګونو ښځو ته د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (يواېنډيپي) په مالي ملاتړ جوړ شوی درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د یواېنډيپي یوه مسوول فرمانالله بسمل وویل، دغه ورکشاپ درې ورځې مخکې د کوچنی او منځنی کچې تشبثاتو لپاره د سوداګرۍ او بازارموندنې برخه کې له ښځو د ملاتړ په موخه په کابل کې جوړ شوی و چې نن پای ته ورسېد.
دی وايي، افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ډېری متشبثین، په ځانګړې توګه ښځې له مالي ستونزو سره مخ وې او د بازارموندنې برخه کې یې هم ستونزې درلودې.
هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې د ښځینه متشبثینو یادو ستونزو ته رسېدنه وشي، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د دوی لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ کړ چې ۷۰ ښځو په کې ګډون کړی و.
نوموړی زیاتوي، د دغه ورکشاپ ګډونوالو ته د مالي چارو پرمخ وړلو، سوداګرۍ او بازارموندنې برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د ده په خبره، دا ډول ورکشاپونه به په راتلونکي کې هم جوړ شي.
دغهراز، د ورکشاپ ګډونوالې هم د دغه ورکشاپ پر جوړېدو خوښې دي.
د راضیې په نوم یوې متشبثې چې کابل ښار کې د جامو ګنډولو کارګاه لري پژواک ته وویل چې دا ډول ورکشاپونه د دوی کاروبار برخه کې ګټور تمامېږي.
هغې وویل، تازه یې د لاسي صنایعو برخه کې فعالیت پیل کړی او په وینا یې، دا ډول ورکشاپونه کولای شي دوی ته د سوداګرۍ او تولیداتو د پلور برخه کې ګټور تمام شي.
د یلدا په نوم یوه بله متشبثه بیا وایي، پنځه کاله کېږي په کابل کې د جامو کنډلو کارګاه لري او تر شلو ډېر کسان کار ورسره کوي.
هغې هم د ورته نورو ورکشاپونو جوړېدو غوښتنه وکړه.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن