جلالاباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالي وايي چې د دغه ښار ۵۰ سلنه قصابۍ معياري شوې دي.
د جلالاباد ښار په نهو ناحيو کې د ښاروالۍ له خوا د قصابیو معياري کولو لړۍ پيل شوې چې له مخې يې ټول قصابان بايد خپلې هټۍ پاکې او معیاري کړي.
د جلالاباد د ښاروالۍ وياند بختيجان مراد د غويي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کار یې د ښار پاکوالي په موخه پیل کړی دی.
هغه زياته کړه: «پخوا د ښار قصابخونې معياري نه وې، غوښې به په ازاده فضا کې راځوړند وې چې هم يې د هټيو شاوخوا چټله کړې وه، ښار يې بدرنګ کړی و او هم يې له امله ناروغۍ انتقالېدې.
د مراد په وينا، تر اوسه د ښار په نهو ناحيو کې پنځوس سلنه قصابۍ معياري شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
بلخوا د جلالاباد ښار قصابان هم له دغه کاره خوښ دي او وايي، د هټيو په معياري کېدو يې کاروبار ښه شوی دی.
د جلالاباد ښار يو قصاب کمالخان وايي، پخوا به خلکو شکايت ډېر کاوه خو کله چې دوی ته د ښاروالۍ له خوا د هټۍ معياري کولو ويل شوي او دغه کار یې کړی، کاروبار يې هم ښه شوی دی.
دغه راز يو بل قصاب ممتازاحمد وايي: «غوښې ته هم ګټه لري، غوښه محفوظ وي، د حشراتو نه د هر څه نه، فريزر (یخچال) هم بايد ولرو، د حکومت نه موږ غواړو چې موږ ته بايد ۲۴ ساعته برق راکړي.»
دغه راز د جلالاباد ښاريان هم له دې چارې خوښ دي خو وايي، د قصابانو ټولې هټۍ بايد معياري شي.
د جلالاباد ښار څلورمه ناحيه کې د روښان مېنې يوه اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل، د قصابیو په معیاري کېدو سره له یوې خوا غوښې خوندي شوې او له بلې خوا د ناروغیو لېږدېدو مخنیوی هم شوی دی.
د جلالاباد يو بل اوسېدونکی جمال هم په دغه کار خوښ دی او له ښاروالۍ غواړي چې د ښار په ټولو ناحيو کې قصابۍ معیاري کړي.
ورته مهال، قصابان له ښاروالۍ غواړي چې په ټولو ناحيو کې دې د غوښې د پلور ځانګړي او معياري مارکېټونه او ځانګړي او عصري مسلخونه جوړ کړي.
د جلالاباد د قصابانو اتحاديې مشر حفيظ الله وايي، دا غوښتنې يې له ښاروالۍ سره شريکې کړې او بايد په اړه یې اقدام وشي.
د ښاروالۍ وياند بختيجان مراد وويل، ښاروالي هڅه کوي چې د امکاناتو په پيدا کولو د قصابانو یادې غوښتنې پر ځای کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP