ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د غرښویېدنې له امله ۱۵ کورونه ویجاړ شوي

بدخشان کې د غرښویېدنې له امله ۱۵ کورونه ویجاړ شوي

author avatar
22 May 2024 - 15:06
بدخشان کې د غرښویېدنې له امله ۱۵ کورونه ویجاړ شوي
author avatar
22 May 2024 - 15:06

فیض‌اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله ۱۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۶ نور له ګواښ سره مخ دي، خو چا ته په‌کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د بدخشان د راغستان ولسوال حیات‌الله محسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولسوالۍ د روینج سیمې په خیفچ کلي کې د غره ښویېدو پېښه کې د ځايي خلکو ۱۵ کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۸ بجې شوې چې مرګ‌ژوبله نه لري، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

د هغه په خبره، دغه کورونو د غره په شاوخوا کې وو او ځايي خلکو پر وخت خپل وسایل بلې سیمې ته لېږدولي خو ۲۶ نور کورونه هم د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې، په بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست امر محمدکامګار دغه پېښه تاییدوي او وايي، د دې ادارې او موسسو ګډ پلاوی د پېښې څېړلو او مالي زیانونو معلومو په موخه سیمې ته تللی دی. ‎

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.