ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې لس چک‌ډیمونه جوړ شول

غزني کې لس چک‌ډیمونه جوړ شول

غزني ښار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): په غزني کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت لس د اوبو چک‌ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو یو- یو چک‌ډیم جوړېږي.

هغه وویل چې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت په خوږیاڼي، خواجه‌عمري، رشیدان، ده‌یک، ګیرو، اندړ، قره‌باغ، آب بند، ناوه او جاغوریو ولسوالیو کې د اوبو یو- یو چک‌ډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د هغه په وینا، په ناور، مالستان، مقر او ګیلان کې د چک‌ډیمونو جوړولو چارې روانې دي او پاتې نورو کې به هم جوړ شي.

هغه د غزني خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او برېښنا وزارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې لا زیاتې پروژې پلي کړي.

دغه راز، د غزني والي حافظ محمدامین عمري وویل، دغه چک‌ډیمونه د باران او واورې د اوبو زیرمه کولو، د سېلابونو تخریب د مخنیوي، فصلونو د خړوبولو او ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړ شوي دي.

ورته وخت کې د ده‌یک ولسوالۍ د تاسن کلي اوسېدونکي ذکریا پژواک ته وویل، غزني یو کرنیز ولایت دی او د دغه شان چک‌ډیمونو جوړېدل ورته ګټور تمامېدای شي.

د یادونې ده چې د غزني په ګډون د ډېرو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د چک‌ډیمونو جوړولو چارې روانې دي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.