کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هواپېژندنې ادارې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د باران، تیزو بادونو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت نن (د غبرګولي ۵مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، نن د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د سخت باران ورېدو، تالندې او سېلاب راوتو اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي، په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د سرچینې په خبره، د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې هم د سخت ورښت اټکل شوی چې په بېلابېلو سیمو کې بهيې سرعت په ساعت کې له ۳۰ تر۸۰ کیلومترو پورې وي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن