Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د نشه‌یي توکو د تولید ۲۰ کارخونې او ۲۵ جریبه کوکنارو له منځه وړل شوي

غور کې د نشه‌یي توکو د تولید ۲۰ کارخونې او ۲۵ جریبه کوکنارو له منځه وړل شوي

author avatar
26 May 2024 - 16:25
غور کې د نشه‌یي توکو د تولید ۲۰ کارخونې او ۲۵ جریبه کوکنارو له منځه وړل شوي
author avatar
26 May 2024 - 16:25

فیروزکوه (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د غور امنیه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌یي توکو د تولید ۲۰ کارخونې یې له‌منځه وړې دي.

د غور امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او امنیتي ځواکونو د شپې او ورځې هڅو په پایله کې د نشه‌یي توکو د تولید ۲۰ کارخونې له منځه یووړل شوې.»

هغه څرګنده کړه، یادې کارخونې د دغه ولایت په ولسوالیو او ښار کې فعالې وې چې د امنیتي ځواکونو له لوري له‌منځه یووړل شوې.

خو د امنیې قوماندانۍ ویاند د یادو کارخونو په تړاو د خلکو نیول کېدو په اړه معلومات ور نه کړل.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې ۲۵ جریب ځمکه هم د کوکنار له کښته پاکه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.