غزني ښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني د جاغوري ولسوالۍ خلک د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د زابل د خاکافغان ولسوالۍ خلکو ته د دوستي په نوم یو ښوونځی جوړوي.
د جاغوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فرهاد اخلاصي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی خلک په خپل شخصي لګښت د زابل ولایت د خاکافغان ولسوالۍ د دواب توخي سیمې خلکو ته د دوستي په نوم یو ښوونځی جوړوي.
هغه وايي چې د دغه ښوونځي د جوړېدو چارې نن پيل شوې او د لسو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځی د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي چې ۷۰۰ زدهکوونکي به پهکې زده کړې وکړي.
ده وویل: «د قومونو، مذهبونو او سیمو ترمنځ توپیر وجود نه لري، پخوا په دې غولول شوي وو چې دوی پښتانه او مونږ هزاره یو، یو او بل ته به په سنګرونو کې ناست وو، کلونه مو تفرقې وپاللې، خو اوس غواړو تفرقې له منځه یوسو او کډ ښه ژوند وکړو.»
دغه راز، د زابل د خاکافغان یوه قومي مشر عبدالواحد پژواک ته وویل، خاکافغان یوه وروسته پاتې ولسوالي ده چې نه پخوا او نه هم اوس ورته کار شوی دی.
هغه زیاته کړه: «د غزني د جاغورو ولسوالۍ هزاره وروڼه راځي په زابل ولایت کې د پښتون قوم د ماشومانو د پوهنې غم خوري، دا د دې ښکارندویي کوي چې ټول مېشت قومونه سره وروڼه دي.»
ورته وخت کې، د دواب توخي سیمې یوه زدهکوونکي محمد پژواک ته وویل چې تر اوسه یې د زدهکړو لپاره خوندي چاپېریال نه درلود خو د دغه ښوونځي په جوړېدو سره به یې دغه ستونزه حل شي.
دغه راز د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې امر بسمالله پوپل پژواک ته وویل، په جاغوري کې دوی ستونزه نه لري خو په خاکافغان ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري.
هغه له نورو خلکو هم غوښتنه وکړه چې د جاغوري د خلکو په څېر دې ځان او نورو ته د پوهنې برخه کې خدمت وکړي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم د جاغوري ولسوالۍ خلکو د خاکافغان ولسوالۍ په غجورک سیمه کې د دوستۍ په نوم یو پل جوړ کړی و.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن