Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیه قومانداني: بلخ کې تېر کال د ځان‌وژنې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي

مزارشریف (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په ۱۴۰۲ کال کې په دغه ولایت کې د ځان‌وژنې ۳۰ او د انسان‌تښتونې پنځه پېښې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼې کې شوې دي چې نن د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته استول شوې ده.

 خبرپاڼه کې راغلي، په بلخ کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې له مدیریت سره له ۱۴۰۲ څخه تر ۱۴۰۳ کال پورې ۱۰۲۰ بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو پېښو کې ۳۰ د ځان‌وژنې پنځه د انسان‌تښتونې ۱۶۹ د وسله‌والو غلاوو، ۱۵۷ د اخلاقي فساد او یو شمېر نورې قضیې شاملې دي.

سرچینه دغه راز زیاتوي چې د یادو قضیو په تړاو د ۲۵۷ ښځو په ګډون ۱۴۷۲ کسان هم نیول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.