ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې یو کس د څه باندې شپږ میلیون افغانیو د غلا په تور نیول شوی

کابل ښار کې یو کس د څه باندې شپږ میلیون افغانیو د غلا په تور نیول شوی

author avatar
2 Jun 2024 - 16:27
کابل ښار کې یو کس د څه باندې شپږ میلیون افغانیو د غلا په تور نیول شوی
author avatar
2 Jun 2024 - 16:27

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو کس د شپږ میلیون او ۱۹۴ زره افغانیو د غلا په تور نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت دغه خبر نن پر اېکس‌پاڼه خپور کړی او ویلي دي چې دغه کس د دغه وزارت د انتک ریاست ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، نیول شوي کس شاوخوا ۲۳ ورځې مخکې دغه پیسې او څه اندازه سره زر له یوه کوره پټ کړي وو چې تېره ورځ ونیول شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه یې د وروستیو اجرااتو په موخه اړوند ارګانونو ته لېږل شوې ده.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.