Language

پاکستان د افغانستان باروړونکو موټرو ته د موقت جواز په ورکولو د داخلېدو اجازه ورکړه

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د هغې طرحې تطبیق په عمل کې پیل کړ چې د افغانستان باروړونکو موټرو ته د موقت سند پر اساس اجازه ورکوي چې په سرحدي سیمو کې دغه هېواد ته داخل شي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګرۍ کې لا اسانتیا رامنځته شي.

ډان ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د یوه لوړپوړي غړي په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان لومړني سوداګریز باروړونکي موټر له لنډمهاله اسنادو په استفادې، پرون (یکشنبه) د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅې له دروازې دغه هېواد ته دننه شول.‎

په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې همغږي‌کوونکي ضیاءالحق سرحدي ویلي چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان موټرچلوونکو ته موقت اسناد ورکړي دي.

هغه دغه اقدام د دوه اړخیزې سوداګرۍ برخه کې ښه خبر بللی دی‎.

په همدې حال کې، ‎ په پېښور کې د افغانستان سرقنسول حافظ محب‌الله ډان ورځپاڼې ته ویلي، په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ هم پاکستاني باروړونکو موټرچلوونکو ته دغه اسناد ورکړي دي.

هغه څرګنده کړې چې له کابله یو چارواکی د پاکستان قنسولګرۍ ته رسېدلی څو پاکستاني موټرچلوونکو ته جوازونه ورکړي.

هغه زیاته کړې چې اوس د افغانستان او پاکستان‎ د باروړونکو موټرو چلوونکي ‎کولای شي د دواړو هېوادونو ټولو ښارونو ته تګ راتګ وکړي.‎

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده ‎چې د پاکستان د سوداګرۍ مخکني وزیر محمدخرم اغا د مارچ له ۲۴ تر ۲۷مې افغانستان ته سفر وکړ او د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیټ په تړاو یې د دغه هېواد د سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره خبرې کړې وې.

باید وویل شي چې د تېر کال په سلواغې میاشت کې هم د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ځانګړې اجازه‌پاڼې صادرېدو وړاندیز کړی و.