Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

پلخمري (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه‌ کېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه اته نیمې بجې د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ ملخانو سیمه کې یو رونکس موټر له عمومي سړکه وتلی او یوې کندې ته لوېدلی چې په‌کې ناست دوه کسان مړه شوي دي.

هغه د پېښې علت روښانه نه‌کړ، خو دغه ډول پېښې ډېر کله د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ او د سړک خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

د یادونې ده چې دوه اونۍ مخکې هم دغه ولایت کې د یوه مسافروړونکي بس موټر چپه‌کېدو پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.