ژبه

کندهار کې اورلګېدنې نږدې نیم میلیون افغانۍ زیان اړولی

امين سمسور

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۵

Views: ۱

کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزه کې اړوند د زړو ټایرونو په یوه سرای کې رامنځته شوې اورلګېدنه د اطفایې له لوري مهار شوې او د پراخ مالي زیان مخه نیول شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي اورلګېدنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې د اطفایې مدیریت منسوبین پر وخت سیمې ته رسېدلي او اور یې تر پراخېدو وړاندې مهار کړی دی.

د جمشید په وینا، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو شاوخوا ۴۹۳ زره افغانۍ مالي زیان رامنځته شوی دی.

ده وویل، چې د اطفایې ځواکونو د چټک اقدام له امله د میلیونونو افغانیو د احتمالي زیان مخه هم نیول شوې ده.