منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۲ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

بادغیس کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۵ کتنې

فیروزکوه (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): بادغیس کې یوه ځايي سرچینه وایي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د يوه فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر ویاند صدیق‌الله صدیقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه نن سهار (سه‌شنبه) شاوخوا اته بجې د قادس ولسوالۍ په «لنګر» سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره، موټر د سړک د خرابوالي او د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.