ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاغوري کې د خلکو په مالي ملاتړ د اوبو د یوه بند جوړولو چارې روانې دي

جاغوري کې د خلکو په مالي ملاتړ د اوبو د یوه بند جوړولو چارې روانې دي

غزني ښار (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په دوه نیم میلیونه ډالره لګښت د اوبو د یوه بند جوړلو چارې روانې دي او تر اوسه نږدې پنځوس سلنه جوړ شوی دی.

د اوبو دغه بند د غزني له مرکزه شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لرې د جاغوري ولسوالۍ د غجور سیمې د سنګ جوی لومان په کلي کې د لومان په نوم جوړېږي.

د سیمې یوه قومي مشر فرهاد اخلاصي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې سیمې اوسېدونکي چې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، له ډېرې مودې راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ وو.

نوموړي وویل، شاوخوا دوه کاله مخکې د سیمې اوسېدونکو د دې ستونزې د حل په موخه هوډ وکړ څو په خپل لګښت د غجور سیمې په سنګ جوی لومان سیمه کې د یوه بند جوړولو چارې پیل کړي چې تر دې مهاله یې ۵۰ سلنه چارې مخته تللې دي.

هغه زیاته کړه: «د دغه بند په جوړولو به اوبه مهار شي، د سېلابونو راوتلو مخنیوی به وشي، تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینې به پياوړې شي، کارېزونه به له اوبو ډک شي او کرنه به ورسره وده وکړي.»

د سیمې یوه بل اوسېدونکي عوض حسیني پژواک ته وویل، تر ځمکې لاندې اوبو کچه ورځ تر بلې ټيټېږي چې د خلکو کرنه او مالداري یې زیانمنه کړې.

دی وایي، د تېر جمهوري نظام چارواکو په وار وار د دغه بند جوړولو ژمنې ور سره وکړې، خو عملي نه شوې؛ بالاخره په خپله ځايي خلکو او بهر مېشتو افغانانو په کلک هوډ پیسې راټولې او د دغه بند جوړولو تابیا یې ونیوله.

د یاد بند جوړولو یوه انجنیر محمدطلا اکبري پژواک ته وویل، دغه بند د ۴۰ مترو په لوړالي په اساسي ډول جوړېږي او د پنځه میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

نوموړي وویل، د بند پر جوړولو څه باندې دوه‌نیم میلیون ډالره لګښت راځي چې د ځايي خلکو، هېواد مېشتو او بهر مېشتو افغانانو له لوري ورکول کېږي.

هغه وايي چې تر اوسه پر دې بند ۱،۲ میلیونه ډالره لګول شوي او چارې یې پنځوس سلنه مخته تللې دي.

دی وايي، ټاکل شوې له دغه بنده به دوه لوی کانالونه وغځول شي چې د سیمې د ۱۵ کلیو شاوخوا پنځه زره کورنۍ به په کرنه او نورو برخو کې ترې ګټه واخلي.

هغه وویل چې په راتلونکې کې به دغه بند د ۱۵۰ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا هم ولري.

ده دا هم وویل چې د سیمې ۶۵ اوسېدونکي په دغه بند کې له دوو کلونو را په دېخواه پر کار بوخت دي چې د هر کاریګر د ورځي ۴۰۰ او د سرکاریګر ۶۰۰ افغانۍ تنخوا ده.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه بند د جوړولو چارې به د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.

بل لورته، د غزني سیمه‌ییز چارواکي د جاغوري خلکو دغه اقدام ستايي.

د غزني فرعي سیندیزې حوزې او ولاړو اوبو ریاست تخنیکي مسوول انجنیر محمدنذیر سهار پژواک ته وویل، حکومت په خپله دومره بودجه نه لري چې د غزني مرکز او ټولو ولسوالیو خلکو ته بندونه جوړ کړي او یا ورته د کار زمینه برابره کړي.

هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د جاغوري د خلکو په څېر دې هغوی هم په خپلو سیمو کې ورته پروژې پلي کړي.

ده زیاته کړه، د همکارو موسسو په مرسته یې د غزني په آب بند، ناهور، ناوه او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د چک‌ډیمونو جوړولو چارې پيل کړې چې د اوبو زېرمه کولو او کاري فرصتونو په برابرولو کې به ګټور تمام شي.

د یادوني ده، اوسمهال په غزني کې د پنځو لویو بندونو ترڅنګ لسګونه نور چکډیمونه هم شته خو خلک یې ټینګار کوي چې نور بندونه هم باید جوړ شي.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.