ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازي وربلل شوي

د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازي وربلل شوي

author avatar
27 Jun 2024 - 09:36
د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازي وربلل شوي
author avatar
27 Jun 2024 - 09:36

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي، د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري این‌ډي‌کارلو کوي.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسلامي امارت پلاوی به د ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو او دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر په ګډون د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري ناسته کې ویلي، د دوحې درېیمه غونډه به د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل د لا ښه همغږي او منظم ډول وړاندې کولو په موخه جوړه شي.

هغه زیاته کړې، په دې غونډه کې شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د ده په خبره چې د یادې غونډې مشري به د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري این‌ډي‌کارلو کوي چې نوموړې به د هېوادونو د ځانګړو استازو، د بشري حقونو د سازمانونو او د ښځو د حقونو مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره هم وګوري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.