کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۸۹ میلیون افغانیو په لګښت د د درېیو سړکونو او د یوه پله جوړلو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، له یادو څلورو پروژو څخه دوه پروژې د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند قلعه شانان سیمه کې، درېیمه پروژه یاده ناحیې کې د محابس له څلور لارې تر سلیم کاروان څلور لارې پورې او څلورمه پروژه د ښار ۲۲ مې ناحیې اړوند سید جمال الدین ښارګوټي سیمه کې د ملالۍ له څلور لارې تر د کابل حلقوي سړک د جوړولو چارې شاملې دي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال عامر یاسر نن د یادو پروژې د پرانیستو پر مهال وویل، لومړۍ پروژه د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند قلعه شانان سیمه کې د سړک جوړولو پروژه ده چې یاد سړک د کابل جلال اباد عمومي سړک د کابل ښار شپاړسمې ناحیې اړوند قلعه زمان خان سړک سره نښلوي.
دی وايي، یاد سړک ۲،۱ کیلو متره اوږدوالی، ۳۰ متره سور لري او د یو کال په موده یې د جوړولو چارې بشپړېږي.
هغه زیاته کړه، د یاد سړک په بشپړېدو سره به د دغې سیمې ټرانسپورټي ستونزې حل شي.
نوموړي همدا راز وویل، دویمه پروژه یاد سیمه کې د یو پل د جوړولو پروژه ده چې ۶۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور لري.
یاسر همدارنګه وویل، درېیمه پروژه د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند د محابس له څلور لارې تر سلیم کاروان څلور لارې پورې د سړک جوړولو پروژه ده چې دوه کیلو متره اوږدوالی او له ۲۵ تر ۴۰ متره پورې سور لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغو مراسمو کې وویل، څلورمه پروژه د کابل ښار ۲۲ مې ناحیې اړوند سید جمال الدین ښارګوټي سیمه کې د ملالۍ له څلور لارې تر د کابل حلقوي سړک د جوړولو پروژه ده چې ۱۳۲۵ کیلو متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري.
هغه وویل چې د یادو پروژو چارې د یوه کال په موده کې بشپړیږي او پیسې د ښاروالۍ له بودیجې څخه ورکول کیږي.
دا په داسې حال ده چې د کابل ښاروالۍ له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې غویي میاشتې په ۸ مه هم کابل ښار کې د ۹۴۶ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو جوړولو درېیو پروژو چارې پیل شوې وې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن