زرنج (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): نیمروز کې سیمهییزې سرچینې د دوو قومونو ترمنځ د یوې دښنمۍ له هوارېدو خبر ورکوي او زیاتوي، په وروستیو درېیو کلونو کې په دغه ولایت کې د قومي جرګو له لارې ۲۰۰ دښمنۍ پای ته رسېدلې دي.
یادې سرچینې وايي، د یادو ۲۰۰ دښمنیو له ډلې ډېرې د ځمکې او جایدادونو پر سر وې چې په ځینو مواردو کې دواړو لورو کورنیو خپل غړي له لاسه په کې ورکړي دي.
دښمنۍ ښکېل یو لوری: هغه خوښي او ارامتیا چې په بښنه کې ده په غچ اخیستو کې نشته
نیمروز کې یوه قومي مشر مولوي ګلاحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، درې میاشتې مخکې په دغه ولایت کې د نورزي او سلطانزي قومونو ترمنځ دښمني رامنځته شوه چې ان د یوه کس د وژل کېدو لامل شوه.
هغه زیاته کړه: «د جنګ قضیه داسې وه چې د کوچني اختر په ورځ، یعنې درې میاشتې مخکې د سخيجان په نوم د سلطانزي قوم اړوند یو ځوان په باراني ورځ په ډېر سرعت په موټر کې له سړکه تېریږي او د نورزي قوم یوه ځوان د باران اوبه وربادوي، دغه ځوان وايي چې اوبه مه رابادوه د خدای لېونیه دا اوبه ککړې دي.»
پر همدې خبره یې ترمنځ جنګ کېږي، د پېښې ځای ته د دواړو قومونو ډېر کسان راځي، جنګ تودېږي، بالاخره د نورزي قوم یو ځوان په چاقو وژل کېږي، ان تر دې چې امنیتي ځواکونه سیمې ته راغلل او د دواړه لورو کسان یې ونیول؛ خو دښمني یې ترمنځ ختمه نه شوه.»
د هغه په خبره، ښکېلې دواړه خواوې به همېشه په وېره کې وې، ان ځینې کورنۍ یې له نیمروزه کډه شوې وې، خو په دې وروستیو کې یې ترمنځ سوله وشوه او دښمنۍ پای وموند.
د نورزي قوم مشر ادم خان نورزي پر سوله او په دې برخه کې د قومي مشرانو او عالمانو پر اغېزناک رول ټینګار کړی او وايي: «که څه هم موږ سخي جان له لاسه ورکړ خو د مشرانو د هڅو او وړاندیز پر اساس نن زموږ لپاره د روغې جوړې ناسته برابر شوه، زه د زړه له کومې بښنه ورته کوم، کومه کینه نه لرم؛ ځکه احساس کوم، کوم خوند او ارامښت چې په بښنه کې دی، په غچ اخیستو کې نشته.»
په وروستیو درېیو کلونو کې د قومي جرګو له لارې د لسګونو دښمنیو پای ته رسېدل
د نیمروز امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو مدیر احسانالله احسان وايي: «له کوم وخت راهیسې چې اسلامي امارت واکمن شوی، یوه داسې اغېزناکه پالیسي یې غوره کړې چې له مخې یې ډېرې زړې دښمنۍ قومي جرګو ته راجع شوې دي؛ ځکه که محکمې ته یې وسپاري، د قضا او ادارې وخت نیسي او اساسي پایلې ته هم نه رسېږي، له همدې امله یې د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو کمېسیون ته سپاري او دغه کمېسیون یې له مخورو کسانو سره په همغږۍ حل کوي.»
هغه د قومي جرګو رول د دښمنیو هواري برخه کې اغېزناک وباله، ویې ویل، ان د یوې ورځې په اوږدو کې څلور هغه شخړې چې محکمې ورته مکتوب ورکړی و، د امر بالمعروف، عالمانو او سپینږیرو په منځګړیتوب حل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: «یاد کمېسیون لویې شخړې او دښمنۍ هوارې کړې او دغه پروسه ډېره بریالۍ ده؛ د بېلګې په توګه کولای شو د دوو کورنیو ترمنځ یوه ۴۰ کلنه دښمني یاده کړو چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي وو خو د شکایتونو اورېدو کمېسیون او مشرانو په وسیله حل او فصل شوه.»
هغه وايي، د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کاله کې د قومونو او کورنیو ترمنځ د ۲۰۰ دښمنیو هغه قضیې چې له کلونو راهیسې موجودې وې، د قومي جرګو له لارې حل شوې دي.
دغهراز، یو قومي مخور مولوي ګلاحمد چې د ډېرو دښمنیو او شخړو په هواري کې یې رول درلودلی، وايي: «جرګه د افغانستان د خلکو یو دودیز فرهنګ دی چې په عامه توګه د ستونزو هواري په موخه ترسره کېږي چې په هغې کې تر ډېره علما او سپینږیري ګډون کوي، د خلکو د ستونزو د حل لپاره بحث او خبرې کوي او بالاخره یوې پایلې ته رسېږي او پرېکړه کوي.»
هغه وايي، په وروستیو درېیو کلونو کې د قومونو او یا کورنیو ترمنځ ډېرې زړې دښمنۍ د جرګو له لارې حل شوې دي.
هغه د بېلګې په ډول وویل: «په خاشرود ولسوالۍ کې یوه لویه شخړه چې له دواړو خواوو د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، سپینږیري، د نیمروز د علماوو ولایتي شورا غړي او ځايي مسوولین وتوانېدل چې له څو پرلهپسې غونډو وروسته موضوع حل کړي.»
نوموړی وايي چې د قضیو د حل لپاره د نیمروز ولسوالیو او ان ګاونډو ولایتونو ته یې هم سفرونه کړي او په جرګو کې یې برخه اخیستې ده.
د سرچینې په وینا، په دغه ولایت کې ډېرې شخړې د ځمکو د ملکیت پر سر دي.
ورته مهال، زرنج ښار کې د یوه جومات ملا امام او د علماوو ولایتي شورا غړی مولوي رحمتالله هم د قومي قضیو په هوارولو کې قومي جرګې مهمې وبللې ویې ویل، د علماوو ولایتې شورا له ځایي مسوولینو او سپینږیرو سره په تفاهم د قومي شخړو په هوارولو کې هر وخت مهم رول اداء کړی او ان د ولایت قضاتو ځینې قضیې له دوی سره شریکې کړې څو د قومي جرګو له لارې حل شي.
هغه چې د ډېرو قضیو په هوارولو کې یې رول درلودلی زیاتوي: «یوه شخړه وه چې درې میاشتې یې په محکمه کې جریان درلود، خو حل شوې نه وه، کله چې د محکمې له لوري مشرانو او دیني علماوو ته وړاندې شوه، د یوې دوه ساعته غونډې په ترڅ کې حل شوه او دواړو خواوو خپل رضایت وښود.»
د هغه په باور، د قومي جرګو له لارې د قضیو حل له ډېر پخوا راهیسې په افغانستان کې دود دی، خو په وروستیو درېیو کلونو کې ډېرې قضیې له دې لارې حل شوې دي.
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن