Language

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان ښار (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار پژواک ته وویل چې تېره شپه د سیدآباد ولسوالۍ په شینیز دره کې د ډېر سرعت له امله یو اکوا موټر چپه شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل، ټپيان د امنیتي کسانو له لوري د سيمې نږدې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

هغه د پېښي لامل د چلوونکي بې احتیاطي په ګوته کړه.