کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د وزارتونو له ویاندویانو سره په غونډه کې ویلي، ویاندویان باید خپل فکر او جذبه د پالیسۍ تابع کړي، نه دا چي پالیسي د فکر او جذبې تابع وګرځوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د وزارتونو ویاندویانو، مطبوعاتي مسوولینو، لیکوالانو او د خواله رسنیو له فعالانو سره په غونډه کې کړې دي.
هغه د حکومتي ادارو ویاندویانو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو که د وینا کولو هنر زده کوئ، کوشش وکړئ د وینا نه کولو هنر هم زده کړئ، په هغه ځای کې چې ضرورت نه وي، هلته د پټې خولې هنر هم زده کړئ، د خپلې ژبې د کنټرول هنر هم زده کړئ.»
متقي په یاده غونډه کې زیاته کړې، د وزارتونو ویاندویان باید هغه څه ووایي چې د اسلام، ملت او امارت په ګټه وي.
نوموړي دغه راز ویلي: «خپل فکر، خپله جذبه دا د پالیسۍ تابع کړئ، پالیسي د خپل فکر او جذبې مه تابع کوئ او د هغه چا تابع داري وکړئ چې هغه د امارت پالیسي پر مخ وړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP